د کابل ښاروالۍ لوی رياست د کړنو ارزونې او څېړنې په اړه غونډه وشوه


د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ د کابينې د پرېکړې په اساس د کابل ښاروالۍ د کړنو ارزونې او څېړنې په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن شنبه (شعبان المعظم ۴ مه) د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ جوړه شوې، د قرانکريم په تلاوت پیل شوه چې په کې د ماليې وزارت، د پلټنې عالي ادارې، د کورنۍ پلټنې ادارې، کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون کړی و او د کابل ښاروالۍ د مالي او حسابي چارو په اړه يې بحث وکړ.
په غونډه کې د پلټنې د سرته رسولو په اړه ګډونوالو نظريات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې په دې اړه به يوه طرحه جوړه کړل شي ترڅو د هماغې طرحې له مخې د پلټنې دغه پروسه پرمخ لاړه شي.
دغه غونډه کې د نورو غونډو جوړلو او پلټنې پروسې پيل کولو په اړه د بياناستې ژمنه وشوه او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.