د کابینې ۲۴مه غونډه؛ د غوښې د تولید پراختیا کې پر اسانتیا او د اقتصادي زونونو اړوند بحث وشو

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۴مه غونډه کې د نورو پرېکړو تر څنګ د ځانګړیو اقتصادي زونونو اړوند د اقتصادي کمیسیون د اوومې غونډې درېیم بند د ارزولو پرېکړه وشوه او هم په هېواد کې د حلالې غوښې د تولید د پراختیا لپاره د اسانتیا اړوند بحث وشو.
دغه غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزرا‌ ء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رجب المرجب ۲۹مه/کب لومړۍ ورځ ترسره شوه، د اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۴/۷/۲۷ نېټې د اوومې غونډې د درېیم بند ارزونې اړوند د ملي دفاع، کورنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو وزیرانو او د استخباراتو لوی رئیس ته دنده وسپارل شوه.
همدارنګه د حلالو غوښو د تولید د پراختیا اړوند اسانتیاوو رامنځته کېدو، له بهر څخه د حلالو غوښو د واردولو اړتیا په دوامداره توګه د څېړنې او د غوښې د اړتیا سره سم د دې وارداتو د اجازې د ورکړې یا نه ورکړې په اړه د څېړنې او نظر شریکولو دنده هغه پلاوي ته وسپارل شوه، چې مشري يې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات وزیر کوي.
د کابینې دې غونډه کې په سمنګان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ځمکه کې د ډبرو سکرو د مارکېټ جوړولو په اړه د ټولګټو وزارت د وزیر په مشرۍ د کلیو بیا رغونې او پراختیا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ماليې او د کانونو او پټرولیم وزارتونو د مرستیالانو په ګډون ‎پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې کانونو او پټرولیم وزارت ته د یادې ځمکې د لېږد په باره کې هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دا ناسته چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.