د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د حل په هڅه کې دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن سه شنبه(د شعبان المعظم لومړۍ) د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه راغلي د باروړونکو موټرو له پلاوي سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
د غونډې ګډونوالو د ټرانسپورټ په برخه خپلې ستونزې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د باروړونکو موټرو استازو په خپلو ستونزو کې د وسايطو د باقيدارۍ، د جواز سير د ورکړې، د ټول کال د ماليې په ځای په ورځني ډول د ماليې اخيستل، د ټرانسپورټ اطاق اړوند مسايل او د ستونزو د حل لپاره د مستقیمې رسيدګۍ فرصت ورکولو او په ټولو ولايټونو کې د موټرو د نمبر طرحې تطبيق غوښتنې وکړې.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث نورالحق انور وويل؛ اسلامي امارت ددې لپاره چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او مشکلاتو سره مخ نشي مګر په لایحو او مقرراتو بيا کتنه کوي.
د چارو ادارې لوی رئيس ياد پلاوی ته ډاډ ورکړ چې د يادو ستونزو د حل لپاره پلاوی ټاکل شوی، لايحه جوړه شوې، تعديل شوې او د منظورۍ لپاره د مشرتابه مقام ته لېږل شوې ده.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.