د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوی ترڅو د ۱۴۰۱ کال لپاره د افغانستان برښنا شرکت واحدونو ته د اړتیا وړ برښنا شبکو د لینونو او کیبل د تجهیزاتو د تدارکاتوت د پروژې په داوطلبۍ کې چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/ DABS /1401/G-001/NCB/Rebid ده ګډون او د شرط پاڼې سافت کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونو دې په شرط پاڼه کې مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل د قانون مطابق په سرتړلي شکل د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې د ۲۴مې نېټې د سهار تر ۰۰:۱۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي پلانونو د توحید، تحلیل او انسجام ریاست ته چې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی یاست مرمرین قصر ته څېرمه پښتونستان واټ – کابل افغانستان ته وسپاري.
د پروژې نوم: ترڅو د ۱۴۰۱ کال لپاره د افغانستان برښنا شرکت واحدونو ته د اړتیا وړ برښنا شبکو د لینونو او کیبل د تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبی شمېره: NPD/ DABS /1401/G-001/NCB/Rebid
د افر پرانیستې نېټه: د ۱۴۰۱ کال د کب ۲۴
د بانکي ضمانت په توګه د افر تضمین:۵۲۰۰۰۰۰ پنځه میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ
د اړیکې شمېره: 0704509957
برښنالیک: planningnpa@gmail.com
یادښت: ناوخته او انټرنټي افرونه نه منل کېږي.