د قوشتيپې کانال د چارو همغږۍ په اړه غونډه وشوه

 

د قوشتيپې کانال پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتيا په اړه د چارو ادارې لوی رياست، کرنې او مالدارۍ وزارت او ملي پراختيا شرکت ترمنځ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (رجب المرجب۲۸ مه)د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په خپلو خبرو کې وويل چې موږ بايد له شته فرصت نه د خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ لپاره په ښه توګه استفاده وکړو.

ښاغلي حقاني وويل چې د چارو د ښه پرمختګ په موخه باید د قوشتيپې کانال د تخنيکي ټيمونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د يادې پروژې چارې په ښه توګه پرمخ لاړې شي.

غونډې ته همدا راز د ملي پراختيا شرکت رئيس عبدالرحمن عطاش وويل چې قوشتيپې کانال د افغانستان لپاره لويه تاريخي او حياتي پروژه ده چې بايد چاري يې په ملي احساس او جذبه ترسره شي تر څو هېواد د زراعت او ابادۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.

په ناسته کې له خپلمنځي بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د يادې پروژې د چارو د لا ښې همغږۍ او ښه ترسره کېدو په موخه د اړوندو امارتي ارګانونو له استازو مشترکه کمېټه جوړه شي.