د سوداګرو اتحادیې رئیس: د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان دنده ده

د نادر پښتون جادې د سوداګرو اتحاديې رئیس محمد مختار شريفي او لسګونو سوداګرو د چارو ادارې له عمومي رئيس سره په کتنه کې وويل چې له دغه نظام څخه ملاتړ د هر افغان دنده ده.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رئيس شیخ الحدیث نورالحق انور نن یکشنبه (۲۸ رجب المرجب) پخپل کاري دفتر کې د نادر پښتون جادې د سوداګرو اتحادیې له رئیس او غړو سره وکتل.
ښاغلي شریفي د افغانستان د اسلامي امارت له سوداګرو څخه د مننې او ملاتړ تر څنګ وویل، له ۴۲ کلونو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ اسلامي نظام حاکم دی او ملاتړ یې د هر افغان دنده ده.
په همدې حال کې، د نادر پښتو جادې د سوداګرو اتحادیې رئیس د سوداګرو په ویزو کې سهولت، دوکانونو ته منظمه او دوامداره برښنا او د سوداګرۍ لپاره د سوداګرو د لا ښه امنیت د وړاندیز په ډول یاد کړل.
له بلې خوا د دې اتحادیې د موبایل پلورونکو د صنف رئیس احمد فرید مومند د افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د موبایلونو پر غیر اصولی وارداتو بندیز ولګوي ترڅو د افغانستان د سوداګرو د لا ملاتړ سبب وګرځي.
ورپسې د یادې اتحادیې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د نظام په جوړښت کې مسؤلین د ټولنې له زړه څخه راغلي او له همدې امله، دوی د خلکو او په ځانګړې توګه د سوداګرو ستونزې په سمه توګه درک کولی شي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت لومړنی حرکت هم پر همدې اساس و، چې د پردیو هیوادونو د اشغال په وړاندې يي د خلکو د ستونزو درک درلود، چې د خدای په نصرت د اسلامي امارت د بریالیتوب سبب شو.
هغه دا هم وویل، چې د اشغال پړاو پای ته رسېدلی، خو موږ په اقتصادي او سیاسي پړاو کې له دښمن سره مخ یو، چې د افغانانو له یووالي پرته مبارزه امکان نه لري.
له بلې خوا د چارو ادارې عمومي رئیس له سوداګرو څخه وغوښتل، چې د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه دې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په کتبې شکل له چارو ادارې سره شریک کړي.
دغه غونډه چې د قران کریم د آیتونو په تلاوت سره پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده