د داوطلبۍ اعلان

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې ادارې د تخنیک اوترانسپورت ریاست اړتیاو وړ څلورو پروژو (ماشینونو، روغنیاتو، فلترونو او رنګونو، ټایرونو او د سایطو پرزو) په داوطلبۍ کې ګډون او د شرطنامې دې د تدارکاتو ریاست له لارې او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونه دې په شرط پاڼه کې مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د پروژې د اعلان له نیټې د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې ۲۸م نېټې تر ۰۰:۲ بجو پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست (پښتونستان واټ) ته وړاندې کړي.
پروژې:
د وسایطو د ماشین آلاتو د تدارکاتو پروژه
تشخیصې شمېره: AOP/G/004/1402/NCB
د افر پرانیستې نیټه: د ۱۴۰۱ کال د کب ۲۷مه د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د بانکي ضمانت په توګه د افر تضمین: ۹۸۰۰۰ اته نوي زره افغانۍ

د روغنیاتو فلتر بابو او رنګبابو د تدارکاتو پروژه
د افر پرانیستې نیټه: د ۱۴۰۱ کال د کب ۲۷مه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې
تشخیصې شمېره: AOP/G/005/1402/NCB
د بانکي ضمانت په توګه د افر تضمین: (۱۲۲،۰۰۰) یو سلو دوه ویشت زره افغانۍ

د وسایطو د پرزو د تدارکاتو پروژه
تشخیصې شمېره: AOP/G/001/1402/NCB
د افر پرانیستې نیټه: د ۱۴۰۱ کال د کب ۲۸مه د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د بانکي ضمانت په توګه د افر تضمین: (۲۹۵،۵۰۰) دوه سوه او پنځه نوي زره او پنځه سوه

د وسایطو د ټایرونو پروژه
تشخیصې شمېره: AOP/G/003/1402/NCB
د افر پرانیستې نیټه: د ۱۴۰۱ کال د کب ۲۸مه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې
د بانکي ضمانت په توګه د افر تضمین: (۱۰۰،۰۰۰) سل زره افغانۍ
یادښت: ناوخته او انټرنيټي افرونه نه منل کېږي.