د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب له ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو څخه غوښټنه کوي، چې د کابل ښاروالۍ ۱۴۰۲ هـ.ش کال د اړتیاو وړ درې قلمه نفتي موادو (ډیزل، پطرول او خاورو) تیلو چې د داوطلبۍ شمېره یې : NPD/KM/1402/NCB/G-001 ده په داوطلبۍ کې ګډون او د شرط پاڼې سافت د چارو ادارې لوی ریاست  او د کابل ښاروالۍ  له ویبسایټ څخه ترلاسه کړي.
خپل افرونه دې شرط پاڼه کې مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د چارو ادارې لوی ریاست مرمرین قصر ته څېرمه ملي تدارکاتو ریاست (پښتونستان واټ) ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۲ مالي کال د اړتیا وړ درې قلمه نفتي موادو (دیزل، پطرول او خاورو) تیلو پروژه
د داوطلبۍ شمېره NPD/KM/1402/NCB/G-001:
د افر پرانیستې نېټه: 20 کب 1401
د بانکې ضمانت په توګه د افر تضمین: 10,000,000 لس میلیونه افغانۍ
د اړیکې شمېره: 0704509957
برښنالیک npd.planning@aop.gov.af:
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د قبول وړ نه دي.