د چارو ادارې د کابینې او شوراګانو د انسجام ریاست له دوو وزرشي نهادونو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه

د کونړ ولایت د ورزشي کمپلکس د جوړېدو لپاره د پخواني حکومت د کابینې د مصوبې د تعدیل په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او شوراګانو چارو رئیس قاري عبدالستار سعید په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
دغه غونډه چې نن چهارشنبه د رجب المرجب ۱۷مه د چارو ادارې د غونډو تالار کې جوړ شوه پکې د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست معاون حافظ احمد جان او د دواړو ورزشي نهادونو حقوقي کارپوهانو ګډون درلود.
د چارو ادارې د کابینې او شوراګانو چارو د د انسجام رئيس قاري عبدالستار سعید د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت هېواد کې ورزشي فعالیتونو ته اساسي پاملرنه لري او له همدې وجې د کونړ ولایت د ورزشي کمپلکس د ستونزې د حل په موخه دا غونډه جوړه شوې ده.
دې غونډه کې د کونړ ولایت د ورزشي میدان د ملکیت د موضوع په اړه د دواړو نهادونو مسئولینو او کارپوهانو هر اړخیزه بحث وکړ پای کې پرېکړه وشوه چې دواړه نهادونه خپل دلایل د ورزشي میدان د ملکیت او د کار اخیستنې د ضرورت په اړه په کتبې شکل د چارو ادارې ته راولېږي ترڅو د نهایي پرېکړې لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې شي
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده