د کابينې ۲۲مه غونډه؛ د حقابه لرونکو کسانو پرته د نهرونو له اوبو څخه د استفادې نه کولو پرېکړه وشوه

د کابینې په ۲۲مه غونډه کې، چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (رجب المرجب ۱۵) چې د سلواغې له ۱۷مې سره سمون خوري جوړه شوه، د قرآن عظیم الشان له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحث وشو.
په دغه غونډه کې د هغو نهرونو او لويو ويالو څخه، چې د ځانګړو کرنيزو ساحو د اوبولو لپاره د ټاکل شوې حقابې پر بنسټ جوړ شوي دي، د نورو کسانو له لوري د واټر پمپونو په وسيله د اوبو استفاده کول منع شول، خو له لويو سيندونو او رودخانو څخه ګټه اخيستنه له دې امر څخه مستثنی وبلل شوه.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کورنيو چارو وزارتونو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د پورته پرېکړې طرحه دې جوړه او د منظورۍ لپاره دې د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
په غونډه کې همدا راز د ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سالنګ لويې لارې بديل د تصميم نيولو تر وخته دې، په دې لاره د تلونکو وسايطو تګ راتګ تنظيم او ترڅارنې لاندې ونيسي او همدا راز دې د هيواد ټولو لويو لارو د ساتنې او څارنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.