د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس پنجشير ولايت ته ولاړ

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د يو پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولايت ته ولاړ او هلته يې ددې ولايت له سيمه ييزو مسؤلينو سره وليدل.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رئيس وويل چې پنجشېر ولايت ته د يادې ادارې د روزنيزو پروګرامونو د تطبيق په موخه راغلی او د ملکي خدماتو کارکوونکو ته يې له مراجعينو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه.

هغه زياته کړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره په پام کې لري چې په دې ولايت کې د ملکي خدمتونو اداري کارکوونکو د روزنې لپاره تکړه او باتجربه استادان په کار وګوماري.

د يادونې وړ ده چې په ورته وخت کې ددې ولايت د ملکي خدمتونو ادارې کارمندانو ته د مدیریت او رهبرۍ په اړه درې ورځنی ورکشاپ هم پيل شوی دی.