د تقنیني اسنادو د پوهاوي پروګرام له بهیر څخه ليدنه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي عبدلحنان عارف الله د خوړو او درملو ملي ادارې د تقنیني اسنادو له روزنيز پروګرام څخه ليدنه وکړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس د غونډې ګډونوالو د هڅونې ترڅنګ وويل، چې د ملکي خدمتونو کارکوونکي بايد د خپلو دندو په ترسره کولو کې خپل ديني او وجداني مسووليتونه ادا‌ء کړي.
له بلې خوا د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر هم په نظام کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه د دغه ډول روزنيزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي عمر وویل، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړېدل به دا یقیني کړي چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د ملکي خدمتونو د قانون اړوند د حقوقي اسنادو په برخه کې د خوړو او درملو ملي ادارې رئيسانو، آمرینو او کارکوونکو لپاره د پوهاوي پنځه ورځنى روزنيز پروګرام جوړ شوى و، چې دا لړۍ د نورو دولتي ادارو لپاره هم دوام لري.