د مالي او اداري معاونيت اداري جلسه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د مالي او اداري معاونيت اداري جلسه نن پنجشنبه (رجب المرجب ۱۱مه) د مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د کارمندانو لپاره د روغتيايي خدماتو، د خوراکي توکو د تنظيف او تنظيم، قرطاسيې، د ودانيو د ساتنې او مراقبت او د تخنيک او ترانسپورټ رياستونو د ستونزو د حل په اړه بحث وشو او يو شمير تصاميم ونيول شول.

مولوي عبدالسلام حقاني د چارو ادارې لوی ریاست کارمندانو ته روغتيايي خدمات مهم وګڼل او تخنيکي کارمندانو ته يې د توافق ليک د نهايي کولو او طی مراحلو او عملي اقدماتو سپارښتنه وکړه.

همدا راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پخوانۍ کمېټه دې د خوراکي توکو، تنظيف او قرطاسيه بابو په اړه خپله طرحه ترتيب او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، په دعا سره پای ته ورسېده.