12 غبرګولی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د کانډا سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د کاناډا سفیر ډیف مټکالف سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستو پر انسجام، د سولې پروسې او د کابینې د بشپړېدو ترڅنګ د کانډا سفیر دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د حکومت عملي هڅې هیله بښونکې و بللې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس په دې ویډیویي خبرو کې وویل چې د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره به کابینه ډير ژر بشپړه شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت د سولې برخه کې د یاد وړ کارونه کړي او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته هر اړخیز چمتو والی لري.