د کندز پوهنتون د ۲۰۰۰ جريبه ځمکې د اجارې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

 

يو خصوصي شرکت ته د کندز پوهنتون د ۲۰۰۰ جريبه ځمکې په اجارې د ورکړې په اړه د لوړو زده کړو، ماليې، کورنيو چارو، زراعت اوبو لګونې او مالدارۍ او اقتصاد وزارتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه «د رجب المرجب ۱۰ مه» د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو سرپرست مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ جوړه شوه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د موضوع په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د کندز پوهنتون رئيس مولوي ضياءالدين سيرت ددې پوهنتون د ۲۰۰۰ جريبه ځمکې په اجارې د ورکړې په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو سرپرست مولوی عبدالباقي منصور وويل چې اسلامي امارت د رغنيزو او د افغانستان د خلکو په ګټه پروژو څخه ملاتړ کوي.

مولوي عبدالباقي منصور د وزارتونو له استازو څخه وغوښتل چې خپل نظريات د شرکت له شرائطو او دوه طرفه قراردادليک سره يو ځای د چارو ادارې لوی رياست ته وسپاري ترڅو د وروستۍ پرېکړې لپاره رياست الوزراء عالي مقام ته ولېږل شي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.