د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له روزنيز پروګرام څخه ۳۰ تنه فارغ شول

 

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د روزنيزو پروګرامونو په لړ کې د تدارکاتو د اصولو او کړنلارې اړوند له اتلسم روزنيز پروګرام څخه د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۳۰ تنه کارکوونکي فارغ شول.

په دې اړه نن سه شنبه «رجب المرجب ۹مه» د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې برابره شوې غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب ګډونوالو ته په پخپلو خبرو کې وویل، پوهه او وړتيا د انسانانو د پرمختګ لپاره يوه رڼا ده چې په مرسته يې د خپل ژوند مزل په ښه توګه پرمخ وړي او ورسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه سرته رسوي.

ښاغلي تائب د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د خدماتو او پروګرامونو د قدردانۍ ترڅنګ وويل ياد انسټیټیوټ د کدرونو په روزنه کې په ښه توګه خپلې چارې پرمخ وړي.

همدا راز غونډې ته د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نويو فارغ شويو کارمندانو څخه وغوښتل چې په انسټیټیوټ کې د زده کړو مهارتونو څخه دې پخپلو ادارو کې د چارو د لاښه والي لپاره استفاده وکړي.

د دې انسټیټوټ یو تن استاد ذبیح الله میوند پخپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل چې يوازې پر دې لنډمهاله روزنيزو پروګرامونو بسنه ونه کړي او د خپلې کاري وړتيا لپاره دې لاهم هڅې وکړي تر څو په خپل مسلک کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د غونډې په پای کې د ياد روزنيز پروګرام په ګډونوالو تصديق پاڼې ووېشل شوې او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېد.