د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسيون ناسته وشوه‏


نن يکشنبه د رجب المرجب ۷مه نيټه د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسيون ناسته د ياد کمېسيون رئيس شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوه.

دغه ناسته کې د چارو د ادارې لوی رييس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، لوی څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس الدين شريعتي، ملا عبدالولي څارنوال حاجي وارث، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد بلوچ‏، د سترې محکمې د دارالانشاء رييس مفتي عبدالرشيد، د اختصاصي محکمې رئيس او د يادې محکمې قاضي مفتي محرر‌، د قضاياي امارت لوی رئيس او د ياد کميسيون سکرتر او
نورو مسؤلينو ګډون درلود.

په ياده ناسته کې د امارتي غصب شوو ځمکو د اجارې په لايحه، د کميسيون د غونډو په کړنلارې، د کابل په ځينو ښارګوټو،‏ د بدخشان، بغلان ولايتونو اړوند ځيني املاکو بحث او د کمېسيون له خوا په اړونده موضوعاتو لازمې پريکړې وشوې.

دغه راز د کميسيون د ولايتي تخنيکي هيئتونو په ستونزو هم بحث او خبرې وشوې او د ستونزو د حل په موخه يې لازم تصميمونه ونیول شول.
ياده ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده