د چارو ادارې لوی رئیس د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل
د چارو ادارې رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور نن سه شنبه (د رجب المرجب ۲) د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو له تلاوت او تعارفي وینا وروسته سید حسن شریفي بلخابي او عبدالحمید بلخابي د ګډونوالو په استازیتوب د بلخاب د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د چارو ادارې له مشرتابه سره شریک کړل.
د چارو ادارې رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو حضور څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او دا د وياړ خبره ده چې موږ د خلکو خدمت کوو.
د چارو ادارې رئیس زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټولو قومونو ته یو شان رسیدګي وکړي او اوس له کابل څخه تر واخان پورې د هېوادوالو اړتیاوې په مساوي توګه ترسره کېږي.
شیخ الحدیث نورالحق انور د بلخاب د سرپل د خلکو استازو ته وویل، د مسؤولیت احساس موجود دی او اسلامي امارت ټول ولس خپل ګڼي او د بلخاب د خلکو د ستونزو د هواري په موخه به یې وړاندیزونه د ریاست الوزرا محترم مقام ته ورسوي.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.