د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د پېښو د چارو د انسجام معين د معرفي غونډه وشوه
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د پېښو د انسجام معين ملا عبدالولي څارنوال معرفۍ غونډه نن دوشنبه (رجب المرجب لومړۍ) د دې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د پېښو په وړاندې د چمتوالي وزارت د نوي معين د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله فرمان ولوست.
ښاغلي تائب په خپلو خبرو کې وويل؛ د اسلامي امارت مسوولين د خپل امير د امر اطاعت کوي او په امارت کې ټاکنې د مشرتابه د لزوم ديد او اهليت له مخې کيږي.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د پېښو د انسجام نوي معين ملا عبدالولي څارنوال وويل؛ د اسلامي امارت مسؤلين د ولس حاکمان نه مګر خادمان دي او په هر وخت کې يې د شخصي امتيازاتو په ځای د ولس په خدمت کې ستړيا ته ترجيح ورکړې ده.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.