د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (جمادي الثاني۲۸ مه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې شيخ الحدیث نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه.
په دغه غونډه کې چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون کړی و، په يو شمير موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
په دغه اوونيزه اداري غونډه کې د تېرې اوونۍ د پرېکړو په تعقيب د چارو ادارې د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست، معلوماتي ټکنالوژۍ رياست او خدماتو رياست اړوند يو شمير موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې تصاميم ونيول شول.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند رياستونو کې د برېښنا د مصرف په اړه هم بحث وشو او د برق د بې ځايه مصرف د مخنيوي غوښتنه وشوه.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.