فرهادوال؛ د کارمندانو د کاري وړتيا لپاره به د ظرفيت لوړونې پروګرامونه نور هم زيات شي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رئيس الحاج ملا محمد هاشم فرهادوال نن پنجشنبه(جمادی الثاني ۲۶ مه) د انګليسي ژبې د زده کړې له پروګرام څخه د چارو ادارې لوی رياست د کارمندانو د فراغت په غونډه کې وويل چې د کارمندانو د کاري وړتيا په اړه به د ژبو د زده کړې او نورو مسلکي او روزنيزو برخو کې پروګرامونه نور هم زيات کړي.
همدا راز د غونډې ګډونوالو د انګليسي ژبې د زده کړې درې مياشتنی پروګرام د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او د کارمندانو لپاره يې د روزنيزو پروګرامو پر دوام ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رياست د بېلابېلو رياستونو ۶۶ تنو کارمندانو ته په درې کټه ګوريو(ابتدايي، متوسط او عالي)توګه د انګلیسې ژبې د زده کړې درې مياشتني پروګرامونه جوړ کړي وو.
دغه پروګرام د خير په دعا سره پای ته ورسېده.