د امر بالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکاياتو وزارت د پاليسۍ او مسلکي معين د معرفۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ معينيت مرستيال مولوی سيف الدين تائب نن چهارشنبه (۲۵ جمادی الثاني) د عالیقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندازه حفظه الله د حکم پر اساس مولوي محمد فقير د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکاياتو وزارت د پاليسي او مسلکي معين په توګه د دې وزارت کارمندانو ته وروپېژندل شو.
دغه غونډه چې د قران عظيم الشان په تلاوت پيل شوه له هغه وروسته د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ مرستيال د یادې ټاکنې په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان ولوست او د ياد وزرات کارکوونکو ته يې د خلکو د پوهاوي او د خلکو د اذهانو د تنوير لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سيرت بيانولو سپارښتنه وکړه.
نوموړي وويل چې دعوتګران د اسلام د پيغمبر په منصب قرار لري او زياته يې کړه چې دوی بايد دومره پوهه او زغم ولري چې وکولی شي هېوادوالو ته په ښه توګه د رڼا لار وښيي.
بل لور ته د امر بالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکاياتو وزارت سرپرست شيخ الحديث محمد خالد حنفي وويل چې نوی معين د ياد وزارت د پاليسو او اهدافو د پلي کولو په موخه ټاکل شوی دی او هيله يې څرګنده کړه چې د نوي معين په راتګ سره به د ياد وزارت اهداف او پلانونه تطبيق شي.
همدا راز په غونډه کې شيخ الحديث مولوي محمد فقير د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه په نوموړي د کړي اعتماد مننه وکړه او د امر بالمعروف وزارت کارمندانو ته يې ډاډ ورکړ چې د شريعت او اسلامي امارت له اصولو سره سم به د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.