د چارو ادارې فرهنګي رئيس د ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وليدل

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس نن چهارشنبه (د جمادي الثاني ۲۵مه) د بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وليدل.

دغه غونډه چې د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو ورپسې د بزکشۍ، کرش، ووينام او کبډۍ فدراسيونونو استازو خپلې ستونزې شريکې کړې.

د يادو ورزشي فدراسيونونو استازو له حکومت څخه د فدراسیونونو ولايتي دفترونو، بوديجې، د ورزشي سياليو لپاره د معياري لوبغالو جوړولو، ورزشي وسايلو او يو شمېر نورو ستونزو د حل غوښتنې وکړې.

ورپسې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د هيواد د ورزشکارانو فعاليتونه وستايل او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د افغانستان ولس او په ځانګړې توګه هغو خلکو ته په امتياز او حيثيت قايل دی چې افغانستان ته وياړونه راوړي.
ښاغلي منصور د ورزشي فدراسيونونو له استازو سره د ستونزو د حل په اړه ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې ستونزې به يې د حل په موخه د اسلامي امارت له مشرتابه سره شريکې شي.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.