د چارو ادارې لوی رياست دوه نوي رئيسان معرفي شول

 

د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ معاون مولوي سيف الدين تائب نن سه شنبه (۲۴ جمادی الثاني) دوه تنه نوي رئيسان چې د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس ټاکل شوي و؛ مسؤلينو او کارمندانو ته ورمعرفي کړل.
دغه غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه پيل يې د قران عظيم الشان په تلاوت وشو او له هغه وروسته د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله هغه فرمان چې پر اساس يې مولوي سيدقاسم خليلی د اداري فساد د جرمونو د څېړنې او ستراتېژۍ رياست او مولوي فضل احمد ترابي د فرامينو، احکامو، هداياتو او تعهداتو د تعقيب رياست د رئيسانو په توګه ټاکلي وو، ولوست.
د چارو ادارې معاون وويل چې نوي ټاکل شوي رئيسان د لياقت او وړتيا له مخې ټاکل شوي دي.
مولوي تائب د يادو رياستونو د کارمندانو فعاليتونه وستايل او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه چې له نويو ټاکل شويو رئيسانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
بل لور ته نويو ټاکل شويو رئيسانو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چی پر دوی يې باور کړی دی او ژمنه يې وکړه چې ورسپارل شوې چارې به د خپلو همکارانو په مرسته په ښه توګه سرته رسوي.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.