په استقلال روغتون کې د سالنګ د ترافيکي پېښې پر ټپيانو د رئيس الوزراء نقدي مرسته ووېشل شوه

نن شنبه د (جمادی الثانی ۲۱مه) د سالنګ د ترافیکي پېښې ۱۹ تنو ټپیانو ته د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند له لوري شوې نقدي مرسته د چارو ادارې لوی ریاست مالي رئيس ډاکټر سلیم الرحمن هشام او پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رئیس مولوي عبدالرحمن آخندزاده له لوري، توزیع شوه.
د چارو ادارې مالي رئيس د دغې پېښې له ټپيانو سره د ليدنې پر مهال چې د استقلال روغتون د سوځېدنې په څانګه کې بستري دي وویل؛ ښاغلي رئيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند د سالنګ د ترافيکي پيښي د ټپيانو د تسليت لپاره له خپل شخصي حساب څخه هر یو ټپي سره ۲۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.
ډاکتر هشام د دغې پيښې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله وکړه او له اړوندو ډاکترانو يې وغوښتل چې د ټپيانو روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي.