د داوطلبۍ خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب د خراسان پله څخه تر سلطانکوټ کمربند او د سرپل کمربند پورې د 220 / 110 / 20kv سب ستیشن ته د ۲۰ کیلو ولټه شبکې د اصلاح وړ برښنایي ۱۴ قلمه تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه اعلان ته سپاري، له همدې امله له ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي چې د یادې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي شرط پاڼه د چارو ادارې لوی ریاست له ویبسایټ تر لاسه او خپل افرونه دې د شرط پاڼې درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د اعلان له نېټې د ۱۴۰۱/ د دلوې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي پلانونو توحید او انسجام ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: له خراسان پله څخه تر سلطانکوټ کمربند او د سرپل کمربند پورې د 220 / 110 / 20k سب ستیشن ته د ۲۰ کیلو ولټه شبکې د اصلاح وړ برښنایي ۱۴ قلمه تجهیزاتو تدارکات
د داوطلبۍ شمېره : NPD/ DAB/1401/G-008/NCB.
په بانکي ډول د افر تضمین: 900,000 نه سوه زره افغانۍ
له داوطلبۍ مخکې غونډه: نېټه 5 / 11/ 1401
د افر پرانیستې نیټه: 15/11/1401
اړیکې شمېره: 0202143274
برښنالیک:: npd.planning@aop.gov.af | noorullah.naiel@aop.gov.af او planningnpa@gmail.com
نیټه: د ملي تدارکاتو ریاست، د چارو ادارې لوی ریاست، کابل_افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د قبول وړ نه دي.