د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو د قانون د دري څلوېښتمې مادې د (۲)مې فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان برښنا شرکت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۱ کې د برښنا د توزیع شبکې د ساتنې او پاملرنې لپاره د برښنایي تجهیزاتو د تدارکاتو پروژې د لومړي لاټ قرارداد له افغان ترک تولیدي شرکت چې د ۴۳۴۰۳ جواز نمبر لري او د بلخ ولایت مرکز صنعتي پارکونو ګورمار کې موقعیت لري په ټولیزه توګه د 161,590,065 (یو سلو یو شپیته میلیونه پنځه سوه نوي زره او پنځه شپیته) افغانيو په بدل کې ورکړي.
هر هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض دې د اعلان له نشر څخه تر اوو ورځو پورې په کتبي شکل د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۱ کې د برښنا د توزیع شبکو د ساتنې او پاملرنې د برښنایي تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1401/G-001/NCB
مجموعي قیمت: په ټولیزه توګه د 161,590,065افغانیو (یو سلو یو شپیته میلیونه پنځه سوه نوي زره او پنځه شپیته) افغانۍ
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د ذکر شوي وخت تر پای ته رسېدو او د قانوني مراحلو طی کولو پورې به قرارداد منعقد نه شي.