د چارو ادارې لوی رئيس د باميانو د علماوو او قومي مشرانو له استازو سره وليدل

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور نن يکشنبه ( ۱۵ جمادي الثاني) د باميان د علماوو، قومي مشرانو او تحصيلي بنسټونو له استازو سره وليدل.
د باميان ولايت څخه ددې ولایت د علماوو شورا د رئيس مولوي سيد نصرالله واعظي په مشرۍ راغلي پلاوي پخپلو خبرو کې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ خپلې ستونزې شريکې کړې.
ښاغلي واعظي وويل چې په تېر کې هم د باميان ولسونو له اسلامي امارت سره ښې اړيکې درلودلې دي او اوس يې هم په ورين تندي د اسلامي امارت د راتګ هرکلی او ملاتړ کړی دی او غوښتنه يې وکړه چې باميان ګڼ علمي او مسلکي شخصيتونه لري چې بايد په حکومت کې ورته د کار زمينه برابره کړل شي.
په دغه ناسته کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور وويل چې ملي يووالی او د افغانستان د خلکو ستونزو ته رسيدګي د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او دا خپل مسؤليت ګڼي چې خپل ولس ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي.
شيخ الحديث نور الحق انور وويل چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي او په وينا يې چې اسلامي امارت د دښمن شومو موخو شنډولو ته متوجه دی.
همدا راز د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې اسلامي امارت، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دی او هيڅکله به په اسلامي او ملي ارزښتونو سودا ونه کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.