د چارو اداې لوی ریاست اونیزه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست ادارې غونډه نن شنبه د جمادي الثاني ۱۴مه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل، د اصلاحي بیاناتو او د وروستۍ غونډې د پرېکړو د تعقیب د اجنډا له مخې په بېلا بېلو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه کې هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست د ټرانسپورت ریاست د مصرف شویو تیلو په اړه هر اخیزه څیړنه وکړي او نهایي راپور دې اداري غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د سون توکو د تصفیې او ولايتونو ته د لېږل شويو پلاويو د موټرو د ترميم، د ملي مصالحې عالي شورا د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ولایتي ادارو د لګښتونو د اجرا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د چارو ادارې د عمومي ریاست اونیزه اداري غونډه چې هره شنبه ترسره کیږي، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.