د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست وارسي کوونکي د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست وارسي کوونکي مولوي عبدالباقي منصور د جمادی الثاني په ۱۴ مه نېټه د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ له درسي ټولګيو، د غونډو تالار، کتابتون او نورو برخو څخه ليدنه وکړه.
د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ مسؤلينو او استادانو ښاغلي منصور ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د يو پريزينټيشن په ترڅ کې د خپلو فعاليتونو په اړه خپل وړانديزونه او نظريات وړاندې کړل.
ورپسې ښاغلي مولوي عبدالباقي منصور د ياد انسټييټوټ کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې ډاد ورکړ چې د چارو ادارې لوی رياست رهبري به د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ سره د تداکارتو د سيستم په پراختيا او نورو برخو کې همکاري وکړي.
د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ چې د افغانستان اسلامي امارت د ستراتيژيکو موخو د پياوړتيا په موخه فعاليت کوي، د تدارکاتي کارکوونکو لپاره علمي او مسلکي پروګرامونه چمتو کوي او هڅه کوي چې ياد انسټيټيوټ په يو لوی مرکز بدل کړي.
د ملي تدارکاتو انسټيټيوټ د تدارکاتي کدرونو د روزنې لپاره د تدارکاتي مديريت ابتدايي او منځني پروګرامونه پيل کړي دي چې لاهم جريان لري چې تر دا مهاله يې نږدې ۵۰۰ تنه فارغ کړي او شاوخوا ۲۵۰ يې د زده کړو په جريان کې دي.