د فرهنګي چارو رياست د عدليې، حج اوقافو وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو سره غونډه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د عدليې، حج او اوقافو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۱۷۴۴ ګڼې د حکم او کيداني بابا د جومات او زيارت د جوړونې او ترميم په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه(۱۰ جمادی الثاني) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو معاون نورمحمد حيدري د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د موضوع په اړه يې خبرې وکړې.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل چې د امير المؤمنين د حکم په اساس لازمه ده چې د يادې موضوع تخنيکي، ټولنيز، د زيارت لرغونتوب او جومات پراختيا په اړه دقت وشي.
په دغه ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معاون مولوي احمد خالد سجستاني وويل چې د کابل ښاروالۍ اماده ده چې د ساحې د محدوديت په پام کې نيولو سره د جومات جوړونې طرحه او ډيزاين ترتيب کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې ياده ساحه به له نږدې څخه ليدل کيږي او وروستی راپور به يې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله دفتر ته لېږل کيږي.
دغه ناسته د خير په دعا سره پای ته ورسېده.