خبرتیا: د کابل ښاروالۍ د تشو رقابتي بستونو په اړه

 

کابل ښاروالۍ کار اهل کار ته د سپارلو، د سالمې ادارې د رامنځته کولو، د مسلکي کسانو د ګمارلو، ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو، د ښاروالۍ د چارو د تنظیم او معیاري کولو په موخه، خپل ( 167) تش درېیم، څلورم او پنځم مسلکي بستونه د چارو د ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په مرسته د ازادې سیالۍ له لارې د کابل ښاروالۍ د مرکزي او ۲۲ ګونو ناحیو ریاستونو کې اعلان کړل.
غوښتوونکي کولای شي خپل غوښتنلیکونه سې شنبې (13/10/1401 تر شنبې 24/10/1401 چې د ۱۰1444 جمادیالثانی ۱۴۴۴ نه تر ۲۱جمادي الثاني د ۱۴۴۴) نېټې سره سمون لري، له لاندې لېنک نه یې ترلاسه او په کره توګه یې له ډکولو وروسته له خپلو تایید شوو تحصیلي او کاري تجربې د اسنادو له کاپي سره یو ځای دغه (recruitment.arcsa@gmail.com) برېښنالیک ته واستوي.
یادښت: د غوښتنې فورمې یواځې د برېښنالیک له لارې منل کېږي.

د اړیکې شمېره : ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د تلګرام چینل

د غوښتنلک فورم 

د بستونو او د دندو د لایحو لیست