خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (د اپګرېډ ډيټا سنټر د تدارک پروژه) اعلان ته وسپاري، نو ټولو واجد شرايط داو طلبانو ته خبر ورکول کيږي چې، د داو طلبۍ په ياده پروژه کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ اسناد د چارو ادارې له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونه دې له يادو شرايطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سرتړلې بڼه د خبرتيا له نشر نه د ۱۴۰۱ هجري لمريز کال د سلواغې مياشتې ۵ نېټې د سهار تر 10:00 بجو پورې وسپاري.
پروژه: : د اپګرېډ ډيټا سنټر د تدارک پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MCIT/1401/G-020/NCB
د افر د تضمين په توګه: 1,500,000 يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ
له داوطلبۍ وړاندې غونډه: ۱۴۰۱ هجري شمسي د مرغومي ۲۵ مه، د سهار 10:00 بجې
د افرګشايي غونډه: ۱۴۰۱ هجري شمسي د د دلوې ۵ مه، د سهار 10:00 بجې
د افر د تسليمۍ ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي پلانونو د توحيد، تحليل او انسجام امريت، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
د اړيکو شمېره : 0202143274
برېښناليک ادرس: npd.planning@aop.gov.af | noorullah.naiel@aop.gov.af و planningnpa@gmail.com
يادونه: د ناوخته او انټرنېټ له لارې افرونه د منلو وړ نه دي.