د اداري مقدماتي زده کړو برنامې ۱۷۳ تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول
د داري مقدماتي زده کړو برنامې څلورمې دورې ۱۷۳ تنو فارغینو لپاره نن پنجشنبه د جمادي الثاني ۵مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې له لوري د دې ادارې د غونډو په تالار کې د فراغت مراسم ترسره شول.
غونډه د قران عظیم الشان د څومبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ویناوالو خپلې ویناوې وکړې.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو انسټیټیوټ رئیس مولوي عبدالرحیم احسان د اداري مقدماتي زده کړو برنامې په اړه ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل او له فارغانو یې وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص او امانتدارۍ سره ترسره کړي.
همدارنګه مولوي عبدالحنان عارف الله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس د مدیریت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او په وینا يي فارغ شوي کسان باید له دې زده کړو وروسته خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
له بل لوري مولوي وحید الله وهاج او احمد حبیب حسرت د نورو فارغانو په استازیتوب خبرې وکړې او د دې برنامې له موثریت څخه يي یادونه وکړه.
دغه غونده فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.