د افرونو د تسلیمۍ د وخت تمدید او د لومړۍ شمېرې شرط پاڼې تعدیل اطلاعیه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان بانک په استازیتوب د افغانستان د تادیاتو د عمومي سیستم آمریت ته د اړتیا وړ مجوز اوریکل ډیټابیس د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې : NPD/ DAB/1401/NCS-22/NCB/Rebid ده د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۶مه داطلبۍ ته سپارلې وه.
د داوطلبۍ څخه مخکې په غونډه کې د داوطلبانو د پوښتنو په پایله کې، د یادې پروژې په قرارداد کې تعدیل راغلی او د افرونود وړاندې کولو نیټه د 1401 کال د سلواغې تر لومړۍ نیټې پورې غزول شوې ده.
داوطلبان کولای شي لومړۍ شمېره تعدیل شوې شرط پاڼه له لاندې ویب سایټونو:
د چارو ادارې لوی ریاست
د افغانستان بانک
او یا د دې ایمیلونو له لارې ترلاسه کړي.: planningnpa@gmail.com و npd.planning@aop.gov.af | noorullah.naiel@aop.gov.af
داوطلبان کولای شي په شرط پاڼه کې ذکر شویو او لومړۍ شمېرې تعدیل په شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل قانون مطابق خپل افرونه په سرتړلي شکل د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې د سهار تر ۰۰:۱۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست ته په لاندې آدرس وړاندې کړي
کابل افغانستان – پښتونستان واټ د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست
د افر پرانیستې غونډه: وخت 10:00 له غرمې مخکې د ۱۴۰۱ د سلواغې ۱ نيټه
یادښت: بې وخته او انټرنټي افرونه د قبول وړ نه دي