د واردوونکو فارمسیوتیکي محصولاتو د کیفي تجزیې او مطالعې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
دغه غونډه نن سه شنبه د (جمادي الثاني ۳) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري جوړه شوه.
د قران کریم د څو آیتونو له تلاوت وروسته د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال محمد ژکفر د واردوونکو فارمسیوتیکي محصولاتو د مطالعې او کیفي تجزیې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې او د مالیې وزارت استازو د دې ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د یاد تفاهم لیک د بیا کتنې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او له چارو ادارې څخه یې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل، د خوړو او درملو ملي اداره او د لوړو زده کړو وزارت لوري دې د تفاهم لیک د بیاکتنې؛ د یادې موضوع باندې کار وکړي او د ملي عوایدو او د واردوونکو د ملاتړ په نظر کې نیولو سره دې د منظورۍ په موخه د چارو ادارې ته ولېږي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده