د چارو ادارې لوی رئیس: د ملي سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ د اسلامي امارت مسؤلیت دی

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د مالي جریمو معافیت غونډه کې وویل، د ملي سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت مسؤلیت دی او د پانګونې د جلب او اسانتیاو لپاره پر همغږۍ مکلف دی.
نوموړي زیاته کړه، هغه سوداګر چې په اخلاص او صداقت د هېواد لپاره کار کوي د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې ځانګړی مقام لري، همدارنګه د سوداګرو تر منځ په رقابت کې رښتنولې یو اسلامي اصل دی.
غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند وویل، د اسلامي امارت بودجه له مالیاتي عوایدو برابرېږي، ځکه خو يي پر روڼتیا هم ټينګار کېږي.
د نوموړي په خبره یو کلنه، درې کلنه او پنځه کلنه د بررسي پروسه او د جوازونو تمدید ستړې کوونکي مراحل دي، چې باید د اقتصادي‌کمیسیون غونډه کې د ماليې وزارت له لوري د بحث لپاره وړاندې شي.
د ریاست الوزرا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې دا معافیت پر دې معنی نه دی چې په راتلونکي کې د ماليې پرخه کې سرغړونې وشي.
دا غونډه چې نن یکشنبه (جمادی‌الثانی لومړۍ) د ارګ په سلاماخانه ماڼۍ کې برابره شوې وه، پکې د ریاست الوزرا‌ء مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د بهرنیو چارو، ماليې او صنعت او سوداګرۍ وزیرانو، د اسلامي امارت ویاند او ګڼ شمېر سوداګرو او صنعت کارانو برخه اخیستې وه.
غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، ځينې خصوصي شرکتونو ته د ستاینلیکونو په وېش او د خیر په دعا پای ته ورسېده.