د چارو ادارې اونیزه ناسته وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ خپله اونیزه ناسته نن شنبه (جمادی‌الاول ۳۰مه) د ناستو به تالار کې ترسره کړه.
د قرآن کریم له تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور اصلاحی وینا وکړه او ور پسې پر اجنډا بحث وشو.
په دې غونډه کې چې د اړونده ریاستونو او جانبي واحدونو مسؤلینو یا استازیو برخه اخیستې وه، د تېرې اونۍ په تعقیب د چارو د لا ښه سمون لپاره بحث وشو.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، ترانسپورت او تخنیک او د څارنې او ساتنې ریاستونو د چارو اړوند نظریات شریک شول.
په دې جلسه کې د مطبوعاتو ریاست په چوکاټ کې د تولید لپاره پر یوه معیاري سټوډيو هم بحث وشو.
غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.