د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت د ولس د ساتنې مسؤل دی

 

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په هرات کې د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، اسلامي امارت د خلکو د عزت او شتمنيو د ساتنې مسؤل دی او په دې اړه خپل مسؤليت سرته رسوي.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه «د جمادی الاول ۲۷ مه» د مولانا جلال الدين محمد بلخي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کميسيون مسؤلينو او د لويديځو ولايتونو ولايتي استازو برخه اخيستې وه.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه اسلامي امارت لايحه تنظيم کړې ده چې د ځمکو د غصب د مخنيوي پروسه د همدې لايحې پر اساس پر مخ وړل کېږي.
نوموړي غونډې ته د یاد کمیسیون مقرره چې په ۲ فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتيب شوې او د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري توشيح شوې ده؛ تشريح کړه او د وينا په پای کې يې د غونډې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
دغې غونډې ته د عدليې، ښار جوړولو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو سرپرستانو، د هرات والي او يو شمېر نورو لوړ پوړو مسؤلینو هم ويناوې وکړې.
د دې کميسيون لومړۍ غونډه د روان هجري قمري کال ( د ربيع الثاني ۲۰مه) کابل کې د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ کې جوړه شوې وه، چې پکې د کمېسيون د ۱۷ ولايتونو استازو او مسؤلينو ګډون کړی و.