د کرنې وزارت کارکوونکو ته د اجرااتو د ارزونې د پوهاوي پروګرام دایر شو

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کارکوونکو ته د اجرااتو د ارزونې په برخه کې درې ورځنی پروګرام دایر شو.
دې پروګرام کې د یاد وزارت شاوخوا دوه سوه تنه کارکوونکو برخه واخیسته، چې پکې رئیسان، امرین او نورو کارکوونکي شامل و.
دې برنامه کې د اجرااتو د ارزونې کړنلار او ضمیموي فورمې تشریح او توضیح شوې.
دایرونکي يي وايي، موخه يي د اجراتو وده، د وړتیاوو پیاوړتیا، په دندو کې د رضایت لپاره د ملکي خدمتونو له کارکوونکو سره مرسته او هڅونه ده.