مولوي عبدالباقي منصور: د ورزش پراختیا د یووالي سبب کېدای شي

د پارا المپيک، بوکسینګ، وزن پورته کولو، اشی هاراکاراته او تکواندو فدراسیونونو د لا ښه ملاتړ او همغږۍ په موخه، د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ناسته وشوه.
دا ناسته چې د یادو فدارسیونونو مسؤلینو او لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه، نن دوشنبه (د جمادی الاول ۲۵مه)، د چارو ادارې د ناستو په تالار کې وشوه.
د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته، د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل، په هېواد کې د ورزش ملاتړ او پراختیا د ځوانانو تر منځ د یووالي او همغږۍ سبب کېدای شي.
په وینا يي د دې ډول جلسو هدف دا دی چې د ورزش په برخه کې همغږۍ لا پیاوړې او ځينو ستونزو ته يي د حل لار وسنجول شي.
د تکواندو فدراسیون رئیس ګلاجان وفا او د بوکسینګ فدراسیون رئیس عبدالحی عزیز پور، د مننې تر څنګ د نورو په استازیتوب د یادو فدراسیونونو د فعالیتونو لنډ جریان او لاسته راوړنې بیان کړې.
دوی دا ډول ناستې ګټورې وبللې او ضمناً يي خپلې ځينې ستونزې هم د حل په موخه شریکې کړي.
ښاغلي منصور ډاډ روکړ، چې د ورزش ملاتړ ته به دوام ورکوي او بعضي مشکلات به يي له رهبرۍ سره هم شریک کړي.
یاده جلسه د خیر په دعا پای ته ورسېده.