د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست خپله اونیزه جلسه، د دې ادارې د لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور تر مشرۍ لاندې ترسره کړه.
دا ناسته چې نن شنبه (جمادی الاول ۲۳مه) د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري اصلاحي بیان وشو او بیا پر اجنډا بحث وشو.
په دې ناسته کې د چارو ادارې مرستیال، د ریاستونو مسؤلینو او د بېلابېلو جانبي واحدونو مسؤلینو او استازیو برخه اخیستې وه، چې د ادارې اړوند بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د تېرې جلسې په تعقیب د خدماتو، اسناد او اړیکو، ملي اقتصاد ا و زیربناوو او بشري سرچینو ریاستونو د فعالیتونو او چارو لا ښه کېدو اړوند بحث وشو او ځينې تصمیمونه ونیول شول.
ټینګار وشو، چې د عریضه کوونکو لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې شي.
دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسیده.