د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست: ورزشکاران د سولې سفیران دي

د کاراته‌دو، کونگ‌فو، خفیفه اتلتیک او هاکي ورزشونو د فدراسیونونو ستونزو ته د رسیدګۍ به موخه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نن پنجشنبه (جمادی الاول ۲۱مه) د دې ادارې د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
د قرآن کریم د څو آیتونو له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور ورزشکاران د سولې سفیران یاد کړل او ورزش یې د خلکو د صحت او تربیې لپاره ګټور وباله.
همدارنګه هغه د دې مجلس د جوړېدو موخه د وزرشکارانو او د فدراسیونونو ستونزو ته رسیدګې یاده کړه.
د کاراته دو فدراسیون سرپرست روح الله معروف او د کونګفو فدراسیون رئیس حبیب الله فاییزی او د یادو فدراسیونونو استازو د نورو ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې او د ورزشکارانو په لاسته راوړنو او د فدراسیونونو په ستونزو یې خبرې وکړې.
هغوی دا ډول مجلسونو ګټور وګنل او خپلې ځينې ستونزې یې هم شریکې کړې.
ښاغلي منصور ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له رهبرې سره شریکې کړي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.