د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۲۰۲ګڼې حکم پر اساس د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو

د ملي تدارکاتو کمېسیون چې مشري یې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په غاړه ده، موخه یې د شفافیت تامینول، مؤثرو خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او تدارکاتي چارو فعالیت او تنظیم ده.
د یاد کمیسیون غړي د مالیي او اقتصاد وزارت سرپرست وزیران، د چارو ادارې لوی رئیس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارت سرپرست دي او د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه به یاد کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.