د ملي تدارکاتو انستیتیوت څخه ۶۰۰ تنه د ملکي خدماتو کارکونکي فارغ شول

۶۰۰ تنه د ملکي خدماتو کارکوونکي نن یکشنبه د جمادي الاول ۱۰مه د چارو ادارې د ملي تدارکاتو له انستیتیوت څخه فارغ او خپلې تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.
دغه مراسم چې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د مولانا جلا الدین محمد بلخي تالار کې جوړ شوی و، پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور فارغ شویو کسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دې ډول مراسم جوړیدل په هېواد کې یو ښه خبر وګاڼه.
هغه زیاته کړه د تدارکاتو په برخه کې د ظرفیت جوړول په دولتي ادارو کې د فساد، رشوت او اختلاس د له منځه تللو باعث ګرځي.
د هغه په خبره بې له شکه چې پوهه یو مبرم ضرورت دی او خوشبختي راوړي او جهل او ناپوهي د یو ملت د بدبختۍ سبب ګرځي.
د مالیي وزارت مالي او اداري معین حمدالله زاهد تدارکات د یو نظام د ملا تېر وباله او ویې ویل چې د ملکي خدماتو د کارکوونکو په مسلکي کولو سره کولی شو چې یو شفافه حکومتداري او د منطقې په سطحه رقابت وکړو.
په همدې حال کې د ملي تدارکاتو ریاست معاون شیخ عبدالرحیم رحیمي او استاد ذبیح الله میوند په خپل نوبت سره د ملي تدارکاتو ریاست د کارکردګۍ او فارغ شویو کسانو د زده کړې په څرنګوالي خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د دوی د ملاتړ لپاره مننه وکړه.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت او د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله په ښه راغلاست سره پيل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.