د چارو ادارې لوی ریاست له روزنیزو پروګرامونو ۵۰ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست او د ملکي خدماتو انستیتیوت په همکارۍ د ظرفیت لوړولو له دوو پروګرامونو ۵۰ تنه کارکوونکي فارغ شول.
دا روزنیز پروګرامونه چې د پلان جوړونې او اداري مراسلاتو تر نومونو لاندې و، څلور ورځې د اداري کارکوونکو لپاره دایر شوي و، چې نن (جمادی الاول ۷مه) يي د فراغت په مناسبت مراسم ترسره شول.
دا مراسم چې د بشري سرچینو ریاست د روزنو په تالار کې برابر شوي و، د قرآن کریم په تلاوت پیل او ورپسې د بشري سرچینو رئیس الحاج ملا محمد هاشم فرهادوال ګډونوالو ته د مبارکۍ تر څنګ یادونه وکړه چې راتلونکي کې هم د ورته پروګرامونو نیت لري.
د نوموړي په وینا که څه هم د روزنې دا یو څو ورځې کافي نه دي، خو هیله يي وښوده چې ګډونوالو به ډېر څه تر لاسه کړي وي.
دغه مراسم د تصدیق‌پاڼو په وېش او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.