شیخ مدار علي بامیاني د کور او ښار جوړونې وزارت د ښاري چارو معین په صفت معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني نن پنج شنبه د جمادي الاول ۷مه د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ شیخ مدار علي بامیاني د کور او ښار جوړونې وزارت د ښاري چارو معین په توګه معرفي کړ.
په دغه غونده کې شیخ حمد الله نعماني د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست او د اهل تشیع متنفذینو او علماو هم ګډون درلود.
د قرآن کریم د مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته مولوي عبدالسلام حقاني د هېواد ټول قومونه سره وروڼه وبلل او د هېواد مصلحت یې دا وګاڼه چې یو بل ته لاس ورکړو او د آبادۍ لپاره کار وکړو.
هغه زیاته کړه، څومره چې زه ښاغلی مدار علي بامیاني پیژنم هغه یو با تجربه، پوه او پر وطن مین کس دی او ورسپارل شوی مسئولیت به په ښه توګه ترسره کړي.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست شیخ حمد الله نعماني د دې وزارت د چارو د پرمختګ لپاره د مدار علي بامیاني تقرر مؤثر وګاڼه او ویې ویل د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته د خدمت په لاره کې په اخلاص او عزم سره کار کوي.
محمد نسیم خیبر شکن او محمد حسن شریفي د اهل تشیع هېوادوالو په استازیتوب خبري وکړې او د افغانستان اسلامي امارت کې یې د ټولو قومونو مشارکت د اجتماعي عدالت یو اصل یاد کړ.
د کور او ښار جوړونې وزارت نوي مقرر شوي معین شیخ مدار علي بامیاني د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د شرعي اصولو په پام کې نیولو سره به ټولو افغانانو ته په یو ډول کار وکړي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده