د چارو ادارې اونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه نن شنبه د (جمادي الاول۲) د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او پکې د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د جانبي واحدونو مسئولینو ګډون درلود د تېرې غونډې د راپور تعقیب وروستته د اجندا پر بنسټ بحث وشو.
غونډه کې د بشري سرچینو ریاست ته دنده وسپارل شوه تر څو د دولت د چارو د انسجام په عنوان کې د " دولت" کلمې پرځای د "امارت" کلمې د تعدیل په اړه وړاندیز ترتیب او د منظورۍ لپاره یې ریاست الوزراء ته واستوي.
همدارنګه غونډه کې د څارنې او ارزونې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د پخواني پارلمان د تعمیر د موضوع د حل په موخه دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره غونډه ترسره او راپور دې د چارو ادارې مشرتابه سره شریک کړي.
له بل لوري پرېکړه وشوه ترڅو د نوي پارلمان ساحې د برښنا د مصارفو د ارزونې په موخه د مالیې وزارت، د برښنا شرکت، د چارو ادارې د ساتنې او پاملرنې ریاست او د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د استازو په ګډون هیئت جوړ او خپل راپور دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د څارنې او ارزونې په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د پلاوي د سفر اړوند هم بحث وشو.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.