خبرتیا!

خبرتیا!

د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د تنظیفي توکو د تدارکاتو قرارداد چې AOP/G/014/1401/NCB تشخیصیه نمبر لري افغان هرت لوژستیکي شرکت ته چې د کابل کارته ۴ د مرتضی علی پلازا کې موقعیت او د D- 73693 جواز نمبر لرونکی شرکت دی په مجموعي ډول د ۵،۰۱۸،۳۵۰ پنځه ملیونه او اتلس زرو او درې سوه او پنځوس افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراض لري کولی شي د دې خبرتیا له خپریدو څخه تر اوو ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلې بڼه له دلایلو سره او د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې مطابق د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د ذکر شوي وخت تر پای ته رسېدو او د قانوني مراحلو طی کولو پورې به قرارداد منعقد نه شي.