د چارو ادارې لوی رئیس: هر څوک چې وغواړي، دولتي بست ته امتحان ورکړي حق به یي ضایع نه شي

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور د امتحاناتو ملي ادارې د نوي سرپرست د معرفۍ په غونډه کې وویل، هر څوک چې وغواړي، دولتي بست ته امتحان ورکړي حق به یي ضایع نه شي.

د چارو ادارې لوی رئیس نن شنبه «ربيع الثاني ۲۴ مه» د لوړو زده کړو پخوانی وزير مولوي عبدالباقي حقاني د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د امتحاناتو د ملي ادارې د سرپرست په توګه مسؤلينو او کارمندانو ته معرفي کړ.

دغه مراسم چې د قرانکريم په تلاوت پيل شول، ورپسې شيخ الحديث نورالحق انور پخپلو خبرو کې وويل؛ دولتي مسؤليت يو امانت دی او اهل خلکو ته ورکول کيږي او په دې لاره کې د امیر اطاعت واجب دی، باید عمل پرې وشي.

د نوموړي په وینا یي مولوي عبدالباقي حقاني د اسلامي امارت يو باتجربه او امين کادر دی.

د چارو ادارې لوی رئیس وويل، موږ ټول د خلکو د خدمت په هڅه کې يو او د اسلامي امارت هدف د خپل غمځپلي ملت خدمت کول دي.

د امتحانونو ملي ادارې پخواني رئیس پوهاند عبدالقدير خموش هم ډاډ ورکړ چې د يادې ادارې له رهبرۍ سره به اوږه په اوږه خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

په غونډه کې د امتحانونو ملي ادارې سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني قایم اسلامي نظام د جهادي قربانيو ثمره ياده کړه او زياته يې کړه چې د دې نظام ساتنه د هر افغان مسؤليت دی.

نوموړي همداراز د يادې ادارې د پخواني رئیس د فعاليتونو د قدردانۍ ترڅنګ وويل، د لسيزو جګړو له امله افغانستان نه دی توانیدلی چې د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره سيالي وکړي او زياته يې کړه چې موږ به شپه او ورځ هڅه وکړو چې هيوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړو.

په پای کې د امتحاناتو د ملي ادارې پخواني رئیس پوهاند عبدالقدير خموش ته د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې له لوري تقدير نامه ورکړل شوه او دا مجلس د خير په دعا سره پای ته ورسېد.